ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza

Book Name:ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza

جنازه د حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ادا کړے شوه، بيا به يو يو شهيد راوړے کيدلو، د حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خوا کښې به کيښودلے کيدو او د هغۀ جنازه به ادا کولے شوه، ([1]) پۀ بعضې روايتونو کښې دي چې د لسو لسو شهيدانو جنازه ادا کړے شوه او پۀ هٰغه لسو کښې هر ځل حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم شريک وو۔ ([2])

فرښتو غسل ورکړو

حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ حضرت ابو بکر، حضرت عمر فاروق او حضرت علي المُرتضیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم قبر مبارک ته کوز کړو، د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قبر پۀ غاړه باندې تشريف فرما وو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: ما وليدل چې فرښتے حضرت حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ له غسل ورکوي۔ ([3])

مزار مبارک

د حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مزار مبارک پۀ مدينه منوره کښې د اُحُد غر پۀ خوا کښې دے۔ د هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ مزار مبارک باندې دعاګانې قبليږي او مرادونه اوريدلے کيږي۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! عاشقانِ رسول د هغوئي مزار مبارک ته حاضري کوي، ښې ډيرې دعاګانې کوي او د زړۀ مُرادونه حاصلوي۔

د مزار پۀ خاوره کښې شِفا ده

علّامه سمهودي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه ليکلي دي چې د حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د مزار مبارک پۀ برکتي خاوره کښې شِفا ده، د پخوا زمانې نه د نيکانو خلقو طريقه ده چې د حضرت


 

 



[1]... طبقات الکبری، جلد:3، صفحہ:7۔

[2]... سنن کبری للبیہقی، ابواب الشہید، جلد:4، صفحہ:157، حدیث:6804۔

[3]... طبقات الکبری، جلد:3، صفحہ:7۔