ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza

Book Name:ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza

څوک چې سحر جومات ته د نيکۍ زده کولو د پاره لاړ شي، هغۀ ته د عمرې ثواب ميلاويږي۔ ([1]) * چې د سحر وخت پۀ نيکو کښې تير شي نو برکت به مو نصيب کيږي * ټوله ورځ به مو ښۀ تيريږي * سحر سحر به مو د عِلمِ دِين زده کولو موقع نصيب کيږي * د شجره شريف پۀ شکل کښې به د نيکانو بندګانو ذِکر کيږي * د هغوئي محبت به پۀ زړۀ کښې کښيني * د اوليائے کرامو رُوحاني توجه به درنصيب کيږي * ايمان به مو تازه کيږي * د هغوئي پۀ وسيله به شوې دُعاګانې اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! قبليږي * يو ډير لوئي برکت دا چې د سحر د نـمونځ نه تر اشراق پورې پۀ جومات کښې ايساريدل د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي پۀ دې باندې به د عمل کولو سعادت درنصيب کيږي * د حديثِ پاک مطابق څوک چې د سحر د نـمونځ نه پس پۀ ذِکرُ الله کښې مشغول اوسي، بيا د اشراق، چاشت نفلونه وکړي، هغۀ ته به د دوزخ وور نۀ ورنزدې کيږي۔ ([2]) * تاسو هُم د تفسير د اوريدو او اورولو پۀ حلقه کښې د شرکت کولو نيت وکړئ!

ويزې ميلاؤ شوې

يو اِسلامي ورور تقريباً د 14 کالو نه پۀ بهر ملک کښې دے چرته چې د هغۀ خپل کاروبار دے، هغۀ ته يو ځل پۀ کارخانه کښې د کار کوونکو ضرورت پيښ شو۔ هغۀ د ويزو د پاره بيا بيا درخواستونه جمع کړل، خو د ډيرو کوششونو باوجود ويزې ميلاؤ نه شوې۔ ډير کلونه داسې تير شول، هغۀ ډير پريشانه وو ځکه چې د ملازمانو د نشتوالي پۀ وجه د هغۀ نقصان کيدو۔ خير هغۀ همت وکړو يو ځل يـې بيا درخواست جمع کړو، پۀ


 

 



[1]... مستدرک، کتاب العلم، باب من جاء المسجد...الخ، جلد:1، صفحہ:281، حدیث:317۔

[2]... شعب الایمان، باب فی الصیام، جلد:3، صفحہ:420، حدیث:3957۔