ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza

Book Name:ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza

پۀ مسجدِ نبوي شريف کښې پۀ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پسې ادا کړو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې څنګه سلام وګرځولو، فوراً ودريدلو او تيز تيز قدمونه يـې اخستل او کور ته يـې تشريف يوړلو، دا د معمول خلاف انداز يـې چې وليدلو نو صحابۀ کرام ويريدل، لا لږ وخت تير نۀ وو چې رسولِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واپس تشريف راوړلو او اوئې فرمائيل: ما ته راياد شو چې د سرو زرو يوه ټوټه مې پۀ کور کښې ايښودې ده، بس د هغې د ځان سره ساتل مې خوښ نۀ شو، ځکه مې د هغې د صدقه کولو حکم وکړو او راغلم۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے زما د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔۔۔!!

پۀ نيکو کښې تادي کول سُنَّتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې حديثِ پاک باندې داسې غور هم وکړئ چې پۀ کور کښي د سرو زرو يوه ټوټه وه، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه صدقه کول غوښتل، دا خو هم ممکن وه چې د نـمونځ نه پس يـې د معمول مطابق تشريف کيښودے وے، دُعا يـې کړے وے، د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم سره يـې ملاقات کړے وے، بيا يـې سرۀ زر صدقه کړے وے خو نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مونږ له تعليم راکړو چې پۀ صدقه کولو کښې يـې لږ شان ناوخته کول هم خوښ نۀ کړل او فوراً يـې صدقه ورکړله۔

الله! الله! زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو سراسر نيکي ده، هلته خو د نيکۍ نۀ علاوه د بل کار هډو تصور هم نشي کيدے بلکې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو هغۀ دے د چا اداګانې اختيارول چې افضله نيکي ده۔ د دې باوجود رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم


 

 



[1]...   بخاری، کتاب الاذان، باب من صلی بالناس...الخ، صفحہ:266، حدیث:851۔