Book Name:ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza
څو ادابو بيانولو سَعَادت حاصلووم۔ تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِيْ فَقَدْ اَحَبَّنِيْ وَمَنْ اَحَبَّنِیْ كَانَ مَعِيَّ فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبّت وکړو هغۀ زما سره محبّت وکړو او چا چې زما سره محبّت وکړو هغۀ به پۀ جنّت کښې زما سره وي۔ ([1])
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
د آخري نبي، رسول اللہ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامین: (1): دوه رکعته د مسواک سره ادا کول بغير د مسواک نه د 70 رکعتونو نه افضل دي۔ ([2]) (2): د مسواک استعمال د ځان د پاره لازمي کړئ ځکه چې پۀ دې کښې د خُلې صفائي او د الله پاک د رضا سبب دے۔ ([3])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! * حُضور نبي پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هره شپۀ ډير ځله مسواک کولو، هر ځل د اوده کيدلو پۀ وخت هم او د بيداريدلو پۀ وخت هم * بغير د ښه نيت نه د مسواک کولو سره خو به طِبي فائدې (Medical Benefits) حاصلې شي خو ثواب به نۀ ميلاؤيږي، مثلاً که د اوداسه د پاره مسواک کول وي نو دا درې نيتونه وکړئ: د الله پاک د رضا، د سُنَّت ادا کولو او د ذِکر او درود د پاره د خُلې پاکولو پۀ غرض مسواک کووم * مشائحِ کرام فرمائي: څوک چې د مسواک عادت لري پۀ ځنکدن کښې به ورته کلمه وئيل نصيب کيږي * د حضرت عبد الله ابن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې پۀ مسواک کښې 10 خوبيانې دي: خُله صفا کوي، وورۍ مضبوطوي، نظر تيزوي، بلغم لرې کوي، د خُلې بدبوئي