ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza

Book Name:ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza

د الله پاک پۀ لاره کښې تکليفونه برداشت کول سُنَّت دي

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! تاسو وکتل چې زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اِسلام د پاره څنګه څنګه تکليفونه تير کړي دي! دا هر څۀ پۀ ښکاره د نيکۍ د دعوت شروع کولو نه پس وشول۔ لهذا چې کله هم چا ته د نيکۍ د دعوت ورکولو او د هغې پۀ وجه څۀ تکليف تيرول راشي نو د مکي مَدَني آقا، رسولِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اِسلام د تبليغ پۀ لاره کښې تير کړي تکليفونه دې راياد کړي او د الله پاک شُکر دې ادا کړي چې الله پاک هغوئي ته د دِين د پاره د سختو برداشت کولو د سُنَّت ادا کولو سعادت عطا کړو۔ دغه شان به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! شيطان ناکامه او نامُرداه کيږي او صبر کول به اسان شي۔

يقيناً چې د خُدائے پۀ لاره کښې تکليفونه برداشت کول هم سُنَّت دي او پۀ دې باندې صبر کول هم سُنَّت دي او د ډيرو سختو برداشت کولو باوجود د نيکۍ د دعوت سلسله جاري ساتل هم سُنَّت دي۔ ([1])

سنّتیں عام کریں، دین کا ہم کام کریں                نیک ہو جائیں مسلمان مدینے والے!

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                          صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

د حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مختصر تعارف

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوږ ترۀ دے، هغوئي د خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُنيا ته د تشريف راوړلو نه دوه کاله مخکښې دُنيا ته تشريف راوړلو۔ د هغوئي مشهور لقبونه: (1): اَسَدُ اللّٰہ (د الله ازمرے) (2): اَسَدُ الرَّسُول (د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم


 

 



[1]... بھیانک اُونٹ، صفحہ:6۔