Book Name:ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
د اِسلام د قبلولو واقعه
يو ځل خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صفا غونډۍ سره نزدې تشريف فرما وو، پۀ دې کښې د اِسلام دښمن ابو جَهل هلته راغلو، دغه بد بخته محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته مَعَاذَ الله! کنځلې شروع کړې، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! سراسر حِلم دے، هغوئي پۀ خاموشۍ سره د ابو جهل بکواس اوريدو، پۀ جواب کښې يـې يو لفظ هم اونه وئيلو۔
نو ابو جهل پخپله د بکواس کولو نه پس چپ شو او لاړو۔ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم د هٰغه ځائے نه تشريف يوړلو۔ لږ وخت تير شوے وو چې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوږ ترۀ حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ (څوک چې لا تر هٰغه وخته پورې مسلمان شوے نۀ) وو، هغوئي هم پۀ هٰغه ځائے تيريدلو، چا ورته ووئيل چې حمزه! ابو جهل نن ستاسو د ورارۀ سره بد تميزي کړې ده۔ دا خبره چې يـې واوريدله نو هغوئي غصه شو او نيغ د ابو جهل خوا له لاړو او د هغۀ پۀ وهلو يـې لاس پورې کړو۔
ابو جهل پۀ خپله صفايۍ کښې ووئيل چې اے حمزه! تۀ نۀ ګورې چې مُحَمَّد ( صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) څنګه دِين راوړے دے؟ حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ تر هٰغه وخته پورې ايمان نۀ وو راوړے خو هٰغه وخت د هغوئي پۀ زړۀ او دماغو باندې د خپل ورارۀ (يعنې