ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza

Book Name:ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza

امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د مزار مبارک خاوره وړي او هغه د دوايۍ پۀ توګه استعمالوي۔ ([1])

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! شيخِ طريقت اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ليدلے شوے دے چې هغوئي د حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د مزار مبارک خاوره پۀ سلايۍ باندې پۀ سترګو کښې پورې کوله۔

د ميلمنو حفاظت يـې وکړو

شيخ سعيد بن قُطب رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه به د حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مزار مبارک ته پۀ کثرت سره حاضري کوله۔ عام طور به د مدينے منورې اوسيدونکو عاشقانِ رسول پۀ 12 رَجَبُ المُرَجَّب د حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مزار مبارک ته حاضري کوله خو حضرت سعيد بن قطب رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه به څو ورځې مخکښې حاضريدلو او د 12 رَجَبُ المُرَجَّب پورې به هم هلته ايساريدلو۔ شيخ محمد بن عبد اللطيف مالکي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرمائي: يو ځل زۀ هم د شيخ سعيد رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه سره د حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مزار مبارک ته حاضر شوم، چې شپه شوه نو ټول خلق اوده شول، زۀ د هغوئي د حفاظت د پاره ويخ ووم، د شپې ما هلته پۀ اَس باندې سور يو انسان وليدلو، کوم چې د مزار مبارک خواته ګرځيدلو، ما د هغه پۀ اَس سور کَس نه پوښتنه وکړه: تۀ څوک يـې؟ اوئې فرمائيل: زما نوم حمزه بن عبد المطلب دے او زۀ ستاسو حفاظت کووم۔ د دومره فرمائيلو نه پس حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د نظر نه غائب شو۔ ([2])

بابُ الدُّعا ہے بےشک جن کا مزارِ اَنْور              وہ بندۂ خدا ہیں حضرت امیر حمزہ

وضاحت: حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د الله پاک داسې خاص بنده دے چې د هغوئي مزار مبارک د دعاګانو د قبليدو لاره ده چې کومه دُعا د دوئي پۀ مزار مبارک باندې


 

 



[1]... وفاء الوفاء باخبار دار المصطفٰے، الفصل السادس، الاستشفاء بتراب صعیب، جلد:1، صفحہ:60۔

[2]... جامع کرامات اولیا، جلد:1، صفحہ:109 بتغیر قلیل۔