Book Name:ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza
پۀ صدقه کولو کښې تادي وکړه۔ معلومه شوه چې پۀ نيکو کښې تادي کول زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارکه طريقه ده، ځکه مونږ له هم پکار دي چې پۀ نيکو کښې تادي وکړو، بس چې څنګه موقع ميلاؤ شي، بيا ورځ، ګينټه او منټ خو غټه خبره ده، يو سيکنډ انتظار هم ونکړو او فوراً هٰغه نيکي وکړو۔
موقع غنيمت وګڼئ۔۔۔!!
د الله پاک د نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: مَنْ فُتِحَ لَہٗ بَابٌ مِّنْ خَیْرٍ د چا د پاره چې د خير دروازه پرانستے شي فَلْیَنْتَہِزْہُ نو هغۀ له پکار دي چې پۀ منډه پۀ هٰغه دروازه داخل شي فَاِنَّہٗ لَا یَدْرِیْ مَتیٰ یُغْلَقُ عَلَیْہِ ځکه چې هغۀ ته دا معلومه نۀ ده چې دا دروازه به د هغۀ د پاره کله بندولے شي۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! * اوس لا مونږه ژوندي يو، دا د خير دروازه ده * ساه ګانې روانې دي، دا هم د خير دروازه ده * مونږ له د نيکۍ دعوت راکړے شو، دا هم د نيکۍ دروازه ده * پۀ زړۀ کښې د نيکۍ خيال راغلو، دا هم د خير دروازه ده۔ اوس مونږ له پکار دي چې پۀ منډه پۀ دې دروازه کښې داخل شو، يعنې فوراً نيکي وکړو، لږ سعت پس، سبا، بلې ورځ ته يـې نۀ پريږدو، څۀ پته لګي چې کله دا توفيق واخستے شي۔
پۀ دُنيائي کارونو کښې ناوخته کيدل ښه خبره ده
دلته يوه معامله دا هم ده چې مونږه د دُنيا کارونه مخکښې او د اخرت کارونه وروستو کيږدو۔ که د دې اُلټا وکړو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! دُنيا به مو هم ښه شي او اخرت به مو هم ښه شي۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: اطمينان پۀ هر څيز کښې دے، د اخرت د کار نه