ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza

Book Name:ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza

د اللہ او رسول ازمرے

 پۀ معجم کبير کښې دي: د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: پۀ هٰغه ذات باندې مې دې قَسم وي د کوم پۀ قبضه کښې چې زما ځان دے! بے شکه پۀ اووم اسمان باندې ليکلے شوي دي: حَمْزَةُ بْن عَبْدِ الْمُطَّلِبِ أَسَدُ اللهِ وَأَسَدُ رَسُوْلِهِ يعنې حضرت حمزه بن عبدُ المُطَّلِب د الله او د هغۀ د رسول ازمرے دے۔ ([1])

وہی شیر ہیں خُدا کے اور شیر مصطفےٰ کے           ہیں مُحِبِّ حبیبِ داور آقا امیر حمزہ!

حضرت حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ جنَّت کښې ډډه وهلې

د حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما نه روايت دے، د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د شپې چې زۀ جنَّت ته داخل شوم نو وه مې ليدل چې حمزه (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ) د خپلو دوستانو سره موجود وو۔ ([2])

پۀ يو روايت کښې دي، فرمائي: د شپې چې زۀ جنَّت ته داخل شوم نو وه مې ليدل چې حضرت جعفر طيار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د فرښتو سره پۀ هوا کښې الوتلو او حضرت حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ تخت باندې ناست وو او ډډه يـې وهلې وه۔ ([3])

د حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ شهادت

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ 15 شوال، کال 3 هجرۍ د حق او د باطل عظيم جنګ وشو، کوم ته چې غزوۀ اُحُد وئيلے شي، پۀ غزوۀ اُحُد کښې حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم شريک وو، هغوئي ډير پۀ بهادرۍ سره وجنګيدو او پۀ اخره کښې يـې د شهادت


 

 



[1]... معجم کبیر، جلد:2، صفحہ:266، حدیث:2881۔

[2]... استیعاب، باب جعفر، جلد:1، صفحہ:314 ملتقطاً۔

[3]... مستدرک، کتاب معرفۃ الصحابۃ، جلد:4، صفحہ:201، حدیث:4942۔