ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza

Book Name:ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza

ته ترور ووئيل: تۀ لاړ شۀ او د دې د سبب پوښتنه وکړه چې اخر داسې ولې وشول؟ (يعنې د ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د اعلان څۀ حکمت دے؟) ځوان حاضر شو او چې کله يـې پوښتنه وکړه نو حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وفرمائيل چې ما د دواړو جهانو د آقا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه دا اوريدلي دي: پۀ کوم قوم کښې چې خپلولۍ ماتولو والا وي، پۀ هٰغه قوم باندې د الله پاک رحمت نۀ نازليږي۔ ([1])

د رشته ماتوونکي سپيرۀ والے

الله! الله! غور وکړئ چې صحابئ رسول دے، د خلقو پۀ مينځ کښې تشريف فرما دے او څۀ بيانوي؟ د دواړو جهانو د رحمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارک حديثونه۔۔۔!! چې پۀ داسې محفل باندې هم رحمتونه نۀ نازليږي نو بيا به چرته نازليږي خو د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره انديښنه شوه چې هسې نۀ چې پۀ دې محفل کښې چرته څوک رشته پريکوونکے وي او مونږه د هغۀ پۀ وجه د رحمت نه محرومه پاتې شو۔۔۔!!

دا دے د رشتې د ماتولو سپيرۀ والے۔۔۔!! دلته غور وکړئ چې پۀ کوم کور کښې چي رشته ماتوونکے وي، پۀ کومه کوڅه، پۀ کومه محله کښې چي اوسيږي، پۀ هٰغه کور، پۀ هٰغه کوڅه او محله باندې به رحمتونه څنګه نازليږي۔۔۔؟ او څوک چې پخپله رشته ماتوونکے دے نو د هغۀ پۀ زړۀ کښې به د رحمت نه ډک کلام قرآنِ کريم څنګه راځائے کيږي؟

نيکۍ نۀ قبليږي

پۀ حديثِ پاک کښې دي: د هرې جُمعې پۀ شپه د بندګانو اعمال د الله پاک پۀ بارګاه کښې پيش کولے شي فَلَا يَقْبَلُ عَمَلَ قَاطِعِ رَحِمٍ (خو) الله پاک د رشتې ماتوونکي اعمال نۀ قبلوي۔([2])


 

 



[1]... الزواجر، جلد:2، صفحہ:136-137۔

[2]...الادب المفرد، صفحہ:32، حدیث:61۔