ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza

Book Name:ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza

الله پاک هغۀ ماتوي

مُحَمَّدِ عربي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: الله پاک چې کله مخلوق پيدا کړو نو رَحم راپاڅيدو او د رَحم کوونکي الله پاک پۀ لمن [يعنې رحمت] کښې يـې پناه واخستله۔ الله پاک ورته وفرمائيل: أَمَا تَرْضِيْنَ أَنْ أَصِلَ مَنْ وَصَلَكِ، وَأَقْطَعَ مَنْ قَطَعَكِ؟ آيا ستا دا خوښه نۀ ده چې تا څوک جوړه کړي زۀ هم هغۀ جوړ کړم او چې څوک تا ماته کړي زۀ هم هغۀ مات کړم۔ رحم عرض وکړو، آؤ اے زما ربه! الله تعالیٰ وفرمائيل، بيا به هم داسې کيږي۔([1])

پۀ يو بَل حديثِ پاک کښې دي: زۀ رحمان يم او د رحم ماده ما د خپل نوم نه ويستلې ده، فَمَنْ وَصَلَهَا وَصَلْتُهُ، وَمَنْ قَطَعَهَا بَتَتُّهُ چا چې دا جوړه کړو هغۀ به زۀ جوړ کړم او چا چې دا ماته کړه زۀ به هغۀ مات کړم۔([2])

د دوزخ نه لرې کوونکے عمل

يو بنده د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته عرض وکړو: ما ته داسې عمل وښايئ کوم چې ما جنَّت ته نزدې او د دوزخ نه مې لرې کړي۔ د الله پاک محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: د الله پاک عبادت کوه، هيڅ يو څيز د هغۀ شريک مۀ ګرځوه، نـمونځ کوه، زکوٰة ادا کوه او صله رحمي کوه۔([3])

د عمر زياتولو والا نيکي

د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: څوک چې پۀ خپل رزق کښې


 

 



[1]...بخاری، کتاب الادب، باب من وصل وصلہ اللہ، صفحہ:1495، حدیث:5987۔

[2]... الادب المفرد، صفحہ:30، حدیث:53۔

[3]...مسلم، کتاب الایمان، باب بیان الایمان الذی...الخ، صفحہ:30، حدیث:13۔