ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza

Book Name:ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza

علاوه۔ ([1])

يعنې د دُنيا کار پۀ قلاره کول ښه دي چې ممکنه ده چې هٰغه کار خراب وي او پۀ ناوخته کيدو کښې د هغې خرابي معلومه شي او مونږه د هغې نه ډډه وکړو خو د اخرت کار خو ښه دے دا د موقعې ميلاؤيدو سره وکړه چې پۀ ناوخته کولو کښې کيدے شي چې موقع د لاس نه لاړه شي۔

الله پاک فرمائي:

فَاسْتَبِقُوا الْخَیْرٰتِﳳ-

(پارہ:2، سورۀ بقرہ:148)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو تاسو پۀ نيکو کښې وړاندې شئ۔

شيطان د خير پۀ کار کښې ناوخته کول کوي او پۀ اخره کښې يې بيا منع کړي۔ ([2])

نيک کار سبا ته مۀ پريږدئ۔۔۔!!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د افسوس خبره ده چې مونږه د دُنيا پۀ هر کار کښې تادي کوو خو پۀ نيک اعمال کښې رانه سستي کيږي * د خوراک د پاره چرې هم دا نۀ وايو چې سبا به يـې وخورم، د نـمونځ د پاره وئيلے کيږي چې د رَمَضَانُ المُبَارَک نه به يـې شروع کړم * که پيسې ګټل وي نو هم نن يـې ګټو، زړۀ غواړي چې بس د سبا نمر نۀ راخيژي او زۀ هم د شپې د شپې مالداره شم، د نيک کارونو پۀ باره کښې ذهن جوړيږي چې اوس خو لا ډير ژوند پروت دے، نيکۍ به هم وکړم * که د بهر ملک ويزه لګول وي، نوے کاروبار شروع کول وي، پۀ دنيائي لحاظ سره څۀ کارنامه کول وي نو ذهن جوړيږي: د نن کار به سبا ته نۀ پريږدې۔ خو چې نيکۍ کول وي نو۔۔۔!! نن ستړے


 

 



[1]... ابو داود، کتاب الادب، باب فی الرفق، صفحہ:757، حدیث:4810۔

[2]... مراۃ المناجیح، جلد:6، صفحہ:627 ملخصاً۔