ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza

Book Name:ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza

فراختيا غواړي يا ډير عمر غواړي نو هغۀ له پکار دي چې صله رحمي وکړي۔([1])

الله پاک دې مونږ ته د خپلوانو سره د صِله رحمۍ کولو او د هغوئي سره د ښه سلوک کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔

د صِلۀ رحمۍ 10 فائدې

حضرت فقيه ابو ليث سمر قندي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرمائي: د صِلَۀ رحمۍ کولو 10 فائدې دي: (1): د اللہ پاک رضا حاصليږي (2): د خلقو د خوشحالۍ سبب دے (3): فرښتے پرې خوشحاليږي (4): د مسلمانو د طرف نه د هٰغه کَس تعريف کيږي (5): شیطان ته پۀ دې باندې تکليف ميلاؤيږي (6): عمر ورسره زياتيږي (7): پۀ رِزق کښې برکت راځي (8): وفات شوي مسلمانان پلار نيکونه خوشحاليږي (9): پۀ خپل مينځ کښې محبت زياتيږي (10): د وفات نه پس د هغۀ پۀ ثواب کښې اضافه کيږي، ځکه چې خلق د هغۀ پۀ حق کښې د خير دعاګانې کوي۔ ([2])

الله پاک دې مونږ ته د صِله رحمۍ کولو، د رشتو جوړولو، د خلقو سره د نيک سلوک کولو والا د جوړيدو توفيق راعطا کړي۔ د صِله رحمۍ د نور ذهن جوړولو او د دې د فضيلتونو او فائدو وغيره د تفصيلي معلوماتو د پاره د اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد اِلياس قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ډيره ښکلې او مختصر شان رساله ہاتھوں ہاتھ پھوپھی سے صلح کرلی ولولئ!

د نيکو حِرص کوونکي جوړ شئ!

د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: اِحْرِصْ عَلٰی مَایَنْفَعُکَ


 

 



[1]... مسلم، کتاب البر و الصلۃ، باباب صلۃ الرحم و تحریم قطعتہا، صفحہ:993، حدیث:2557۔

[2]... تَنبیہُ الغافِلین ، باب صلۃ الرحم، صفحہ:74۔