Book Name:ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza
ونکړم کوم چې د رشتې د ماتولو سبب جوړ شي۔
افسوس چې څنګه د الله پاک نه ويره ختميږي هم داسې د رشتو محبت او فِکر هم ختميږي، مونږ ته ترغيب خو دا دے چې د رشتې ماتولو نه ويريږئ، ويريږئ چې هسې نۀ د رشتې د ماتولو پۀ ګناه کښې اخته نشم خو حالات داسې دي چې خلق د رشتو ماتولو طريقې لټوي * آؤ جي! که د واده وغيره موقع وي * پۀ خپلوانو کښې د غم ښادۍ څۀ معامله وي، خلق بهانې لټوي، لټولے کيږي چې د کومې خبرې پۀ بنياد زۀ جګړه وکړم؟ څۀ داسې وي چې خفه شم او ټول زما پخلا کولو له راشي۔ داسې پۀ خاندانونو کښې کيږي۔ دا ډيره بده خبره ده، الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
وَ یَقْطَعُوْنَ مَاۤ اَمَرَ اللّٰهُ بِهٖۤ اَنْ یُّوْصَلَ وَ یُفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِۙ-اُولٰٓىٕكَ لَهُمُ اللَّعْنَةُ وَ لَهُمْ سُوْٓءُ الدَّارِ(25)
(پارہ:13، سورۀ رعد:25)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د کوم څۀ چې الله د را يو ځائے کولو حُکم فرمائيلے دے هغه پريکوي او پۀ زمکه کښې فساد خوروي د هغوئي د پاره لعنت دے او د هغوئي د پاره بد کور دے۔
اَللہُ اَکْبَر! معلومه شوه چې پۀ رشته ماتوونکي باندې د الله پاک لعنت وريږي۔
حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يو ځل د رسولِ عربي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حديثونه مبارک بيانول، پۀ دې کښې يـې وفرمائيل: هر خپلولۍ ماتوونکے دې زمونږ د محفل نه لاړ شي۔ يو ځوان پاڅيدو او د خپلې [د پلار د طرفه د] ترور کره لاړو د کومې سره چې د هغۀ د ډيرو کلونو نه ورانه وه، چې کله دواړه د يو بل نه راضي شول نو هٰغه ځوان