Book Name:ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza
سبا سبا کوي، د سبا نه به نيکۍ شروع کووم، د فلانکۍ ورځې نه به نيکۍ شروع کووم خو آه! ناڅاپه مرګ راشي او راګير يـې کړي او انسان د نيک اعمالو کولو نه بغير د قبر کندې ته کوز شي۔ ځکه د دې نه مخکښې چې داسې حالت شي، مونږ له نيک اعمال کول پکار دي۔
الله پاک دې زمونږه د حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فيضان نصيب کړي، کاش چې زمونږه د صِله رحمۍ جذبه او د نيکو حِرص نصيب شي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: د تفسير اوريدو او اورولو حلقه
* قرآنِ مجيد زده کول ډير د فضيلت کار دے: * پۀ حديثونو کښې داسې مضمون دےچي: پۀ داسې حال کښې سبا کړه چې يا خو تۀ عالِم يـې او يا د دِين طالبِ عِلم ([1]) * د يو روايت مطابق سحر د قرآنِ مجيد يو آيت زده کول د 100 رکعتو نفلونو کولو نه بهتر دے۔ ([2])
* اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي عاشقانِ رسول د سحر د نـمونځ نه پس د تفسير اوريدو او نورو ته د اورولو حلقه لګوي * پۀ دې کښې د قرآنِ پاک درې آيتونه * د هغې ترجمه او تفسير اوريدے او اورولے شي * د فيضانِ سُنَّت دَرس ورکولے شي * شجره شريف لوستلے شي * دُعا کيږي او * پۀ آخِره کښې د اشراق او څاخت نـفلونه هم ادا کولے شي
* تاسو هم د تفسير اوريدو او نورو ته د اورولو پۀ حلقه کښې د شرکت کولو عادت جوړ کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به درنصيب شي * د حديثِ پاک مطابق