ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza

Book Name:ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza

وغوښتلے شي هغۀ ضرور قبليږي۔

د حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دوه اعلیٰ صفتونه

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ حديثِ پاک کښې دي، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مخاطب کړو او د هغوئي د دوو ښکلو او اعلیٰ صفتونو ذِکر يـې وفرمائيلو: (1): یَا وُصُولَ الرَحْم اے ډيره صِله رحمۍ کوونکيه! (2): یَا فُعُولُ الْخَیْرات اے ډيرې نيکۍ کوونکيه! ([1])

څومره ښکلي دوه صفتونه دي، الله پاک دې مونږ ته هم توفيق راعطا کړي، مونږ له هم دا دواړه صفتونه اختيارول پکار دي!

صِلَه رحمي کوئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! صِله رحمي يعنې د خپلوانو سره ښه سلوک کول لازمي او ضروري دے۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:

وَ اتَّقُوا اللّٰهَ الَّذِیْ تَسَآءَلُوْنَ بِهٖ وَ الْاَرْحَامَؕ- (پارہ:4، سورۀ نساء:1)

 ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د الله نه وه يَريږئ د چا پۀ نُوم چې د يو بل نه غوښتنه کوئ او د خپلوۍ (ماتولو نه ځان ساتئ.)

پۀ تفسيرِ مظهري کښې دي: يعنې تاسو د قطع رحمۍ (يعنې د خپلوانو سره د تعلق پريښودو) نه بچ اوسئ۔ ([2])

معلومه شوه چې د خپلولۍ پۀ معامله کښې هميشه د دې خبرې ويره پۀ زړۀ کښې ساتل پکار ده چې چرته رشته دار ته زما نه څۀ تکليف اونه رسيږي، چرته داسې کار


 

 



[1]... مسند بزار، جلد:17۔ صفحہ:21، حدیث:9530 بالفاظ دیگر۔

[2]... مظہری، پارہ:4، سورۂ نساء، زیرآیت:1، جلد:2، صفحہ:4۔