ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza

Book Name:ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza

د حضور اکرم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) محبت غالب وو، هغوئي د ابو جهل پۀ خبره اوريدو باندې وفرمائيل: تۀ واقعي ده چې بد عقله يـې چې پۀ خپلو لاسونو باندې جوړ کړے شوي کاڼي خدايان منې۔ زۀ ګواهي ورکووم چې د الله پاک نه علاوه څوک هم معبود نشته دے او مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله رښتونے رسول دے۔ ([1])

هٰغه وخت د حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ زړۀ باندې د خوږ مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم محبت غالب وو، هغوئي د شهادت کلمه ووئيله، فرمائي: وروستو زۀ پۀ دې باره کښې پريشانه شوم، ما ټوله شپه پۀ سوچ کښې تيره کړله، سحر د کعبې حرم ته حاضر شوم او پۀ ژړا ژړا مې د الله پاک پۀ بارګاه کښې دعا وکړه چې يا الله پاکه! زما سينه د حق د پاره کولاو کړې او زما نه شک لرې کړې، لا ما دُعا پوره کړې هم نۀ وه چې زما د زړۀ نه شک لرې شو او پۀ دِين اِسلام باندې مې يقين پوخ شو، بيا زۀ بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضر شوم، د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې مې ټول حال وړاندې کړو نو رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم زما پۀ حق کښې دعا وکړه۔ ([2])

د امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ شان کښې آيت نازل شو

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې د اِسلام پۀ دولت مالا مال شو نو هٰغه وخت د هغوئي پۀ شان کښې دا آيت مبارک نازل شو۔


 

 



[1]... تفسیر کبیر، پارہ:8، سورۂ انعام، تحت الآیۃ:122، جلد:5، صفحہ:134۔

[2]... الروض الانف، اسلام حمزة، جلد:2، صفحہ:51۔