ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza

Book Name:ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza

عبد المطلب نوم ډير خوښ دے، خپل بچي له دا نوم کيږده۔۔۔!! ([1])

الله پاک ښه وعده وفرمائيله

پۀ 20 سيپاره، سورۀ قَصَص، آيت: 61 کښې ارشاد دے:

اَفَمَنۡ وَّعَدۡنٰہُ وَعۡدًا حَسَنًا فَہُوَ لَاقِیۡہِ کَمَنۡ مَّتَّعۡنٰہُ مَتَاعَ الۡحَیٰوۃِ الدُّنۡیَا ثُمَّ ہُوَ یَوۡمَ

الْقِیٰمَةِ مِنَ الْمُحْضَرِیْنَ(61)

(پارہ:20، سورۀ قصص:61)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو هٰغه کس چا سره چې مونږه ښه وعده کړې ده بيا هغۀ هغې (وعدې) سره ملاقات کوونکے (هُم) دے آيا هغۀ د هٰغه کس پۀ شان دے چا لره چې مونږه (صرف) د دُنيائي ژوند ساز و سامان د فائدې اوچتولو د پاره ورکړے وي بيا هغۀ د قيامت پۀ ورځ د ګرفتار کړے شوو حاضرَوُونکو نه شي۔

پۀ دې آيت مبارک کښې وفرمائيلے شول چې دوه کسان دي: (1): يو هغۀ دے د چا سره چې الله پاک د جنَّت وعده کړې ده او هغۀ به ضرور جنَّت ته رَسي او (2): دويم هغۀ دے کوم ته چې د دُنيا مال عطا کړے شو، بيا به د قيامت پۀ ورځ باندې هغۀ ګرفتار کړے شي او راوستلے به شي، آيا دا دواړه يو شان کيدے شي؟ هيڅکله هم نشي کيدے۔ مُفَسِّرین کرام فرمائي: دا آيت مبارک هم د حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ او د ابو جهل پۀ باره کښې نازل شو، پۀ دې آيت کښې هٰغه کَس د چا سره چې الله پاک د جنَّت وعده کړې ده، د هغۀ نه مُراد حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دے او هٰغه کَس چا ته چې د دُنيا مال ورکړے شو خو د قيامت پۀ ورځ باندې به هغۀ ګرفتار راوستلے شي، د هغۀ نۀ مُراد ابو جهل دے۔ ([2])


 

 



[1]... مستدرک، کتاب معرفۃ الصحابۃ، جلد:4، صفحہ:200، حدیث:4940۔

[2]... ذخائر العقبیٰ ، صفحہ:300۔