ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza

Book Name:ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza

وَاسْتَعِنْ بِاللّٰہِ وَلَاتَعْجِزْ يعنې پۀ هغې باندې حرص کوه څه چې تا له فائده درکوي او د الله پاک نه مدد غواړه او مۀ عاجزه کيږه۔ ([1])

د نيکۍ پۀ معامله کښې بے صبره شئ۔۔۔!!

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه د دې حديثِ پاک لاندې فرمائي: ياد ساتئ چې د دُنيا پۀ څيزونو کښې قناعت او صبر ښه دے خو د اخرت پۀ څيزونو کښې حِرص او بے صبري اعلیٰ ده، د دِين يوې درجې ته پۀ رسيدلو باندې قناعت مۀ کوئ بلکې د وړاندې تللو کوشش کوئ۔ ([2]) الله پاک دې مونږ ته د نيکو کولو حِرص راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔

پۀ نيکو کښې تادي کول د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام طريقه ده

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ نيکو کښې تادي کول د انبيائے کرامو طريقه ده۔ پۀ قرآنِ کريم کښې دي:

اِنَّهُمْ كَانُوْا یُسٰرِعُوْنَ فِی الْخَیْرٰتِ

(پارہ:17، سورۀ انبیاء:90)

 ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه هغوئي به پۀ نيکو کښې تادي کوله۔

يعنې د انبيائے کرامو عَلَیْہِمُ السَّلَام انداز مبارک وو چې د نيکو پۀ کارونو کښې به يـې تادي کوله۔

پۀ صدقه کولو کښې يـې تادي وکړه

صحابئ رسول حضرت عُقبَه بن حَارِث رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل ما د مازديګر نـمونځ


 

 



[1]... مسلم، کتاب القدر، باب  فی الامر بالقوۃ، صفحہ:1027، حدیث:2664۔

[2]... مرآۃ المناجیح، جلد:7، صفحہ:211۔