ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza

Book Name:ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza

د لم ليټ نه کار اخلو خو ياد ساتئ چې کله مَلک الموت حضرت عزرائيل عَلَیْهِ السَّلَام تشريف راوړي، بيا به د هغې نه پس هيڅ منصوبه، هيڅ يو خوب باقي نۀ پاتې کيږي، صرف به هم يو څيز باقي وي او هغه دي زمونږه اعمال۔ ځکه مونږ ته پۀ دې دُنيا کښې د وړاندې تللو سره څۀ کول دي، ښه کور، ښه ګاډے، ښه کاروبار، دا زمونږه د مستقبل سوچ دے خو زمونږه عمل زمونږه د نن ذمه واري (Responsibility) ده۔ چې مونږه به خپل مستقبل ته رسو او که نۀ به رسو، د دې هيچا ته پته نشته، خو مونږ به قبر ته ضرور کوزيږو، د خپلو اعمالو سره به کوزيږو، دا هر مسلمان ته پته ده۔ ځکه ضروري دي چې مونږه نن او هم د اوس نه د خپلو اعمالو فِکر شروع کړو۔

پۀ نيک اعمالو کښې تادي کوئ۔۔۔!!

خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: د 7 څيزونو نه مخکښې پۀ نيک اعمالو کښې تادي کوئ! تاسو د څۀ انتظار کوئ؟ آيا د دي چې (1): هيرونکي محتاجي راشي (2): يا سرکشه جوړوونکې مالداري راشي (3): يا ستا څۀ مرض شي (4): يا عقل ضائع کوونکے بوډا والے راشي (5): يا ناڅاپه مرګ راشي (6): يا دجّال ظاهر شي (7): يا قيامت قائِم شي او قيامت سخت مصيبتونو والا، ډير تريخ دے۔ ([1])

 خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! څومره ښکلے سبق راکړے شوے دے، واقعي ده چې داسې کيږي: * انسان د اخرت پۀ معامله کښي سبا سبا کوي * بيا چرته تنګدستي راشي، انسان پۀ ګټلو کښي مصروف شي * يا بيا مال ډير شي، د دې پۀ خيال ساتلو کښې اخته شي * يا بيا بيمار شي، هم داسې سبا سبا کوي او بوډا شي، بيا يـې هډوکي بے دمه شي، سجده کول هم غواړي خو نۀ يـې شي کولے * او څومره داسې دي چې


 

 



[1]...   ترمذی، کتاب الزہد، باب ماجاء فی المبادرۃ بالعمل، صفحہ:553، حدیث:2306 ۔