ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza

Book Name:ALLAH Aur Rasool Ke Sher Hazrat Ameer Hamza

يم، نن راته ډير کار پروت دے، نن مې زړۀ نۀ غواړي، د سبا نه، د بلې ورځ نه، د بلې جُمعې نه به يـې شروع کړم۔

آه! افسوس! د نيکو پۀ معامله کښې پۀ سبا سبا کولو څومره ژوند تير شو خو دا سبا نۀ راغلے وو او نۀ به راشي، اُلټا هم مونږ ته قبر ته کوزيدل دي، بيا به پښيمانه پاتې يو۔ صحابئ رسول حضرت انس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: تَسوِيف (يعنې دا سوچ کول چې زر به نيکۍ شروع کړم، دا سوچ) د شيطان پۀ لښکرو کښې لوئي لښکر دے، آه! عام طور شيطان د دې پۀ ذريعه انسان دوکه کړي۔ ([1])

د دوزخيانو نعرې

حضرت عبد الله بن مبارک رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرمائي: ما ته دا خبره رارسيدلې ده چې د اکثرو دوزخيانو نعرې به دا وي: ‌اُفٍّ ‌لِسَوْفَ، ‌اُفٍّ ‌لِسَوْفَ يعنې تُف دے پۀ زر باندې، تُف دے پۀ زر باندې۔ ([2])

 مطلب دا دے چې مونږه پۀ دُنيا کښې هم دا وايو چې سبا به يـې وکړم، سبا به يـې وکړم۔ دا چې کوم انداز وو، پۀ دې باندې تُف دے، دې مونږه د نيک اعمالو نه لرې کړو۔

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! څومره د عبرت خبره ده، څه دوزخيان به داسې وي چې هغوئي به پۀ دُنيا کښې سبا سبا کول، افسوس چې زمونږه حال څۀ داسې دے۔ زمونږه پۀ ذهنونو کښې ډيرې منصوبې وي، مونږ پۀ زړونو کښې ډير خوبونه پاللي وي، مونږه روزانه د خپل مستقبل د پاره ډير سوچونه کوو، ډيرې نوې نوې منصوبې جوړوو خو افسوس چې د نيک کارونو منصوبې نۀ جوړوو، مونږ ته مړه کيدل هم دي، قبر ته کوزيدل هم دي، د الله پاک پۀ حضور کښې حاضريدل هم دي، پۀ دې باره کښې بس


 

 



[1]... موسوعہ ابن ابی دنیا، کتاب قصر الامل،  جلد:3، صفحہ:349، حدیث:208۔

[2]... موسوعہ ابن ابی دنیا، کتاب قصر الامل،  جلد:3، صفحہ:351، حدیث:217۔