Book Name:Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen
فرمائيل: ماته رسولِ اكرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خبر راكړے دے چې سُورۀ فاتحه د عرش لاندې يوې خزانے نه نازله شوې ده.[1]
سُلطانُ المُفَسِّرين حضرت عبدُالله بِن عبَّاس رَضِیَ اللهُ عَنْهُ فرمائي: يوه ورځ رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف فرما وو، حضرت جبريل امين عَلَيْهِ السَّلام هم حاضر وو، ناڅاپه د اسمان له طرفه يو غږ اوشو، حضرت جبريل امين عَلَيْهِ السَّلام اسمان طرفته اوكتل او عرض ئې اوكړو: يَـا رَسُولَ الـلّٰـه
صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! دا يوه فرښته ده كومه چې د نن نه مخكښې كله هم زمكې ته نه ده راغلې. دغه فرښته د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضره شوه، سلام ئې عرض كړو، بيا ئې اوفرمائيل: يَـا رَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! تاسو ته د دوو نورونو زيرے دے، ستاسو نه وړاندې يو نبـي عَلَيْهِ السَّلام ته دا دوه نورونه نه دي وركړے شوي، كوم كس چې د دې (سُورۀ فاتحه او د سُورۀ بقره آخري آيتونو) تلاوت اوكړي، هغه ته به په هر هر حرف باندې خصوصي ثواب وركړے شي. [2]
حكيمُ الاُمَّت حضرت مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: قرآنِ كريم چې د كوم ځائ نه هم اولوستے شي، په هر حرف باندې لس