Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen

Book Name:Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen

بنيادي طور په سُورۀ فاتحه كښې كوم څيز مونږ ته ښودلے شوے دے، هغه دا مراقبه ده.

مراقبه څه ته وائي...؟

        مُراقَبه د يو تعلق نوم دے، د بنده خپل ربّ سره مضبوط ترين تعلق، دومره مضبوط چې د بنده زړه، دِماغ، د هغه سوچونه، خيالونه او ټوله توجُّه هر وخت د الله پاك طرفته وي، چې بنده ته هر وخت دا يقين وي چې زما ربّ ما ويني، هغه زما ظاهر حال او زما باطن ويني. دې ته مُرَاقَبَۃُ الله وائي.

د مراقَبے په يو مثال سره وضاحت

      اِمام قُشَيري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مراقَبے د يو مثال په ذريعه وضاحت كړے دے، فرمائي: يو بادشاه وو، د هغه يو څو غلامان وو، بادشاه به په هغوئي كښې د يو غلام سره خاص محبت كولو، په ظاهره په هغه كښې څه داسې خاص خبره نه وه، بيا هم بادشاه هغه خوښولو، نورو غلامانو به دا خبره نه خوښوله، يو ځل هغه غلامانو هِمَّت اوكړو او د بادشاه سلامت په خدمت كښې ئې عرض اوكړو، چې: بادشاه سلامت! په دې غلام كښې كومه خاص خبره ده چې تاسو په ده باندې دومره ډير مهربانه ئې؟ بادشاه د سوال جواب ورنكړو بلكه اوئې وئيل: مونږ ته يو سفر راپيښ دے، تياري