Book Name:Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen
سُبْـحٰـنَ الـلّٰـه! څنګه آسان حل دے...! چې څه مشكل وي، پريشاني وي، تنګ دستي وي، څه پريشاني راشي، څه حاجت درپيښ شي، سورۀ فاتحه اولولئ، دُعا اوغواړئ! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! الله پاك به كرم اوفرمائي او مشكل، پريشاني، تنګ دستي به لرې شي.
صحابـئ رسول حضرت عمران بِن حُصَىن رَضِیَ اللهُ عَنْهُ فرمائي: د الله پاك خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: په كوم كور كښې چې سُورۀ فاتحه او آيةُ الكُرسي اولوستے شي، په هغه كور كښې به په دغه ورځ د يو پيري يا د چا انسان بد نظر نه راځي.[1]
سُورۀ فاتحه د قرآن د دريمې حصې برابر دے
د حضرت عبدُ الله بِن عَبَّاس رَضِیَ اللهُ عَنْهُما نه روايت دے چې د الله پاك خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: چا چې سُورۀ فاتحه او سُورۀ اِخلاص اولوستلو، هغه ګنې د قرآنِ مجيد دريمه حِصَّه تلاوت كړه. په يو حديثِ پاك