Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen

Book Name:Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen

      الله پاك دې په ټولو صحابۀ كرامو او اهلِ بيتِ اَطهَار عَلَيْهِمُ الرِّضْوان باندې ډير ډىر رحمتونه نازل كړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                            صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د سورۀ فاتحه افضل سورت كيدو معنٰى

      اے عاشِقانِ رسول! د بيان شوؤ دواړو احاديثو نه دا هم معلومه شوه چې سورۀ فاتحه د قرآنِ كريم افضل ترين سُورت دے. دلته دا خبره ښه ياده اولرئ چې ټول قرآنِ كريم د الله پاك كلام دے، په دې حيثِيَّت سره ټول قرآن فضيلت والا دے. كله چې دا اووئيلے شي چې فلانے سورت يا فلانے آيت زيات فضيلت والا دے نو د دې دوه معنې كيږي: (1) يوه دا چې د دې سُورت (مثلاً د سورۀ فاتحه) لوستلو ثواب زيات دے (2) دويمه دا چې د دې سُورت مضامين د نورو سُورتونو په نِسبَت زيات اعلٰـى دي، د مِثال په طور په سُورۀ لَهَب كښې د ابولهب كافِر ذِكر دے او په سورۀ اِخلاص كښې د الله پاك د وحدانيت بيان دے، په عامه پوهه كښې دا خبره راځي چې د ابُولَهَب كافِر ذِكر كولو او د الله پاك وحدانيت بيان كولو كښې د زمكے او اسمان فرق دے، داسې سُورۀ لَهَب هم د الله پاك كلام دے او سورۀ اِخلاص هم د الله پاك كلام دے، په دې حيثِيَّت سره دواړه برابر دي خو د مضامينو په اعتبار سره په دواړو كښې فرق دے. دغه شان د خپلو مضامينو په اعتبار سره سورۀ فاتحه د قرآنِ كريم د باقي ټولو سُورتونو نه زيات فضيلت والا ده.[1]


 

 



[1]...تفسیر الفاتحۃ لابن رجب، صفحہ:38۔