Book Name:Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen
يو ځل د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې بيماري حاضره شوه [يعني خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيمار شو] نو حضرت جبريل امين عَلَيْهِ السَّلام يو څو كلمات اولوستل او خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ئې دَم كړو.[1]
سُبْـحٰـنَ الـلّٰـه! معلومه شوه چې په قرآني آيتونو او مُقَدَّسو كلماتو لوستلو سره دَم كول زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم سُنَّت دي، د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان هم سُنَّت دي او د فرښتو د سردار حضرت جبريل امين عَلَيْهِ السَّلام هم سُنَّت دي. آؤ! په بعضې احاديثو كښې د تعويذونو په غاړه کولو نه منع راغلې ده، د دې نه مراد هغه تعويذونه دي په كومو كښې چې ناجائزه الفاظ شامل وي كوم چې به د جاهليت په زمانه كښې كيدل. د دې نه علاوه د قرآنِ پاک په آياتونو، د مُقَدَّسو الفاظو، د الله پاك د مباركو نومونو او د مختلفو دُعاګانو په ذريعه دَم كول، په كاغذ ليكل يا په بل چا ليكل او په غاړه كول بالكل جائز دي.[2]
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ! ټول قرآن او خاص طور په سُورۀ فاتحه كښې د هر مرض شِفا ده. مونږه د ډاكټرانو خواله ځو، د