Book Name:Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen
تاسو د ده علاج كولے شئ؟ بيا ما درے ورځے سحر ماښام په سُورۀ فاتحه لوستلو سره دَم كړو نو د دې په بركت هغه پاګل كس ټىك شو.[1]
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دې دوو واقعو نه معلومه شوه چې په قرآنِ كريم سره علاج كول، د قرآنِ مجيد آيتونه لوستل او دَم كول، دا ليكل او تعويذ جوړول وغيره بالكل جائز دي. صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان به هم دَم كولو بلكه پخپله زمونږه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هم دَم كولو او نورو ته به ئې هم زده كولو. اُمُّ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِیَ اللهُ عَنْها فرمائي: نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ماته حكم كړے وو چې د نظر لګيدو دَم كوه![2]
په يو حديثِ پاك كښې دي: د الله پاك آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د كور په كسانو كښې چې به څوك بيمار شو نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د قرآنِ كريم آخري دوه سورتونه (يعني سورۀ فَلَق او سورۀ النَّاس) لوستل او دَم كولو به ئې.[3]