Book Name:Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! سُورۀ فاتحه هغه عظيم سورت دے چې د دې صرف اووه آيتونو كښې د پوره قرآنِ كريم خلاصه بيان شوې ده بلكه په حديثِ پاك كښې دي: چا چې د سورۀ فاتحه تلاوت اوكړو هغه داسې دے لكه هغه چې د تورات، زبور، انجيل او قرآنِ پاك (يعني څلورو اسماني كتابونو) تلاوت كړے وي.[1]
د حضرت اِمام حَسَن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه روايت دے: الله پاك 104 صحيفے نازل كړې دي، د دې 104 صحيفو مضامين ئې په 4 لويو اسماني كتابونو تورات، زبور، انجيل او قرآنِ پاك كښې بيان كړي دي، بيا ئې د تورات، زبور او انجيل ټول علوم په قرآنِ پاك كښې بيان كړل او د ټول قرآنِ مجيد علوم ئې په سُورۀ فاتحه كښې جمع كړل، بس څوك چې د سُورۀ فاتحه په تفسير پوهه شو، ګنې هغه د ټولو اسماني كتابونو تفسير اولوستلو.[2]
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اندازه اولګوئ! سُورۀ فاتحه څنګه جامع سورت دے، په دې اووه مختصر آيتونو كښې څومره ډير علوم جمع كړے شوي دي. په دې وجه د مسلمانانو څلورم خليفه اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن،