Book Name:Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen
سلام اووائې: اَلسَّلَامُ عَلَیْکُمْ یَا اَھْلَ الْقُبُوْرِ یَغْفِرُ اللّٰہُ لَنَا وَلَکُمْ اَنْتُمْ سَلَفُنَا وَنَحْنُ بِالْاَ ثَرِ. ترجمه: اے قَبْر والؤ! په تاسو دِ سلام وي، الله تعالٰى دِ زمونږه او ستاسو بخښنه اوکړي، تاسو زمونږ نه مخکښې راغلي ئې او مونږه ستاسو نه پس درتلونكي يو. (سُنَنُ التِّرمِذِى،ج2 ص329حديث1055)
اربونو مرحومانو نه د دُعائے مغفرت حاصلولو وظيفه
(3) څوك چې قبرِستان [يعني ادِيرې] ته داخل شي او دا دُعا اووائې: اَللّٰہُمَّ رَبَّ الْاَجْسَادِ الْبَالِيَۃِ وَالْعِظَامِ النَّخِرَۃِ الَّتِىْ خَرَجَتْ مِنَ الدُّنْيا وَ ھِـىَ بِكَ مُؤْمِنَۃٌ اَدْخِلْ عَلَيْہَا رَوْحًا مِّنْ عِنْدِكَ وَسَلاَمًا مِّنِّـىْ۔ ترجمه: اے الله عَزَّوَجَلَّ! (اے) د دوړيدلو وجودونو او د وراستَو شوو هډوکو ربه! څوك چې د دُنيا نه د ايمان په حالت کښ تلي دي په هغوئي خپل رحمت اوکړې او زما سلام ور ورسوې.“ نو د حضرت آدم عَـلَـيْهِ السَّلَام نه واخله تر دغه وخته پورې چې څومره مسلمانان وفات شوي وي ټول به د هغه (يعني دُعا لوستونكي) د پاره د بخښنې دُعا کوي. (شَرْحُ الصُّدُور ص226)
(4) كه [څوك] د قَبْر خوا ته كښيناستل غواړي نو د صاحِبِ قَبْر د مرتبے په لحاظ دِ په ادب كښيني. (رَدُّالْمُحْتَار ج3، ص179)
د قبرونو د زيارت كولو غوره وختونه
(5) د قبرونو د زيارت د پاره دا څلور ورځې بهترې دي: ګُل،