Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen

Book Name:Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen

نيكئ ميلاويږي خو د سُورۀ فاتحه او سُورۀ بقره آيتونو لوستلو دا فضيلت دے چې په هر هر حرف باندې لس نيكئ هم ميلاويږي او د دې نه علاوه خصوصي ثواب هم وركړے كىږي.[1]

سورۀ فاتحه سورۀ رحمت دے

        خوږو اسلامي ورونړو! حكيمُ الاُمَّت حضرت مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: سُورۀ فاتحه بالكل سورۀ رحمت دے، په دې وجه په دې كښې د الله پاك د قهر او غضب او د دوزخ د عذاب ذِكر نشته. بلكه په دې سورت كښې هغه حروف هم نه دي راغلي كوم چې د  جَهَنَّم په شروع كښې راځي، په سورۀ فاتحه كښې اووه حروف نشته: (1) ثا (2) جيم (3) خا (4) زا (5) شين (6) ظا او (7) فا.

      (1) ثا: د ثبور وړومبے حرف دے او ثبور د جَهَنَّم يو نوم دے (2) جيم: دا د جَحِيم وړومبے حرف دے، دا هم د جَهَنَّم يو نوم دے (3) خا: د خزى اوَّلنے حرف دے، د دې معنٰى ده: رُسوائي. (4) زا: د زَفِير او زَقُّوم وړومبے حرف دے، زَفِير د دوزخيانو آواز دے او زَقُّوم د دوزخيانو خوراك دے
(5) شين: د شهيق وړومبے حرف دے، د دې معنٰى ده: د دوزخيانو آواز


 

 



[1]...مرآۃ المناجیح، جلد:3، صفحہ:232خلاصۃً۔