Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen

Book Name:Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen

كښې دي: سُورۀ فاتحه د قرآنِ مجيد په دريو حِصو كښې د دوو حِصو برابره ده.[1]

د اوده كيدلو نه مخكښې د سُورۀ فاتحه لوستلو فضيلت

      د حضرت اَنس بِن مالِك رَضِیَ اللهُ عَنْهُ نه روايت دے چې د الله پاك آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: كله چې تاسو په بستره سملئ نو سُورۀ فاتحه او سُورۀ اِخلاص اولولئ! د دې په بركت سره به د مرګ نه علاوه د هر څيز نه محفوظه شئ.[2] په يو حديثِ پاك كښې دي، فرمائي: كله چې په تاسو كښې يو كس په بستره سملي او سُورۀ فاتحه اولولي نو الله پاك به د هغه سره يوه مُحافِظه فرښته مقرر كړي.[3]

     اے عاشِقانِ رسول! د سُورۀ فاتحه صرف اووه آيتونه دي، مونږه هره ورځ په لمَانځه كښې سُورۀ فاتحه لولو، په پوره سورت لوستلو صرف يو څو سيكنډه لګي او فضيلتونه ئې څومره دي؟ سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه! يو ځل سُورۀ فاتحه لوستونكي ته په هر حرف باندې لس نيكئ ميلاويږي، يو ځل سُورۀ فاتحه لوستونكے داسې دے لكه هغه چې د قرآنِ كريم دريمه حِصَّه


 

 



[1]...جامع صغیر، صفحہ:360، حدیث:5828۔

[2]...مسند بزَّار، جلد:14، صفحہ:11، حدیث:7393۔

[3]... تاریخ دمشق، جلد:22، صفحہ:413۔