Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen

Book Name:Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen

سورۀ فاتحه افضل ترين سورت دے

     صحابـئ رسول حضرت ابُوزيد رَضِیَ اللهُ عَنْهُ فرمائي: يو ځل د شپې وخت وو، زه د خوږ آقا، مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره د مدينے منَوَّرې په يوه كوڅه كښې تيريدم، ناڅاپه د يو كور نه آواز راغے، يو صحابـي رَضِیَ اللهُ عَنْهُ د تَهَجُّد په لمُونځ كښې سُورۀ فاتحه لوستله، د دې په اوريدلو رَسُولِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اودريدلو او د سُورۀ فاتحه تلاوت ئې اوريدل شروع كړه، كله چې صحابي رَضِیَ اللهُ عَنْهُ سُورۀ فاتحه مكمل كړه نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: مَا فِی الْقُرْآنِ مِثْلُہَا يعني په قرآنِ مجيد كښې د دې په شان يو سُورت هم نشته.[1]   

د سورۀ فاتحه تَعارُف

       خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! سُورۀ فاتحه د قرآنِ كريم مختصر سُورت دے، په دې كښې 1 ركوع، 7 آيتونه، 27 كلمے (يعني الفاظ) او 140 حروف دي. اِمام مجاهِد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: سُورۀ فاتحه په مَدِينه مُنَوَّره كښې نازِله


 

 



[1]...معجم اوسط، جلد:2، صفحہ:158، حدیث:2866۔