Book Name:Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen
صحابـئ رسول حضرت ابو سعيد بِن مُعَلّٰـى رَضِیَ اللهُ عَنْهُ فرمائي: يوه ورځ ما لمُونځ ادا كولو، د الله پاك آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زما په خوا تيريدلو، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ماته آواز اوكړو، زه په لمَانځه كښې ووم، په دې وجه زه فورًا حاضر نه شوم، زر زر مې لمُونځ مكمل كړو، بيا د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضر شوم، په دې باندې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: ته كوم څيز زما خوا ته د راتللو نه منع كړے وے؟ ما عرض اوكړو: يَـا رَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ما لمُونځ كولو ځكه حاضر نه شوم. خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: آيا الله پاك دا نه دي فرمائيلي:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اسْتَجِیْبُوْا لِلّٰهِ وَ لِلرَّسُوْلِ اِذَا دَعَاكُمْ لِمَا یُحْیِیْكُمْۚ- (پارہ:9،سورۂ انفال:24)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: اے ايمان والؤ د الله او رسول په رابللو حاضر شئ كله چې رسول تاسو د هغه څيز د پاره را اُوبلي کوم چې به تاسو ته ژوند دركوي.
د دې آيت تلاوت كولو نه پس د الله پاك آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: آيا زه تاته د جمات نه بهر ته د وتلو نه مخكښې مخكښې د قرآنِ كريم د ټولو نه زيات عظمت والا سُورت اونه ښائم؟ بيا خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زما