Book Name:Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دې دواړو واقعو نه دا د اِيمان نه ډك مدني ګُل ميلاو شو چې كه د لمَانځه په مينځ كښې د الله پاك رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څوك ياد كړي نو څومره لمُونځ چې ئې كړے دے، هغه دې پريږدي او فورًا د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضريدل واجب دي.
اَلـلّٰـهُ اَكبَر! د دې نه معلومه شوه چې بے شكه لمُونځ افضل عبادت دے خو د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضريدل د دې نه هم زيات اهم او افضل دي. علمائے كرام فرمائي: د لمَانځه په مينځ كښې كه رسولِ كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مو ياد كړي، بنده دې لمُونځ پريږدي او حاضر دې شي نو د هغه لمُونځ نه ماتيږي بلكه چې څومره وخت د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضر وي، هغه وخت هم په لمُونځ كښې شميرلے كيږي، بيا د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خدمت نه چې فارغه شي، بيرته دې راشي او خپل لمُونځ دې د هغه ځائ نه شروع كړي،