Book Name:Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen
حضرت عَلِـىُّ المُرتَضٰى رَضِیَ اللهُ عَنْهُ فرمائي: كه زه اوغواړم نو د سُورۀ فاتحه د تفسير نه اويا اوښان ډك كړم.[1]
اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو اوښ څو منه بوج اوچتوي او په هر من كښې څو زره اجزاء وي؟ که د دې حساب اولګولے شي نو دا تقريباً 25 لاكهه جلدونه جوړيږي.دا صرف د سُورۀ فاتحه تفسير دے، بيا د باقي كلامِ عظيم به څومره شمير وي...!![2]
اے عاشِقانِ رسول! حق خو دا دے چې د سُورۀ فاتحه ټول علوم پيژندل، هغه بيانول زمونږ د وس خبره نه ده، البته علمائے كرامو ډير غور او فِكر كړے دے، د قران او حديث او علمِ دين غټ غټ كتابونه ئې مخے ته ايښودي دي او د سُورۀ فاتحه يو مركزي مضمون ئې بيان كړے دے، هغه څه دے؟ هغه دا دے: مُرَاقَبَۃُ الْعِبَادِ لِرَبِّہِمْ يعني د بنده خپل ربّ لره مراقبه كول.[3] دا د سُورۀ فاتحه مركزي مضمون دے يا داسې اووائې چې