Book Name:Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! غور اوكړئ! د ترتيب په اعتبار سره سُورۀ فاتحه د قرآنِ كريم وړومبے سُورت دے، د دې نه قرآنِ مجيد شروع كيږي او په شروع كښې څومره جامع درس مونږ ته راكړے شوے دے، ګويا دا د قرآنِ مجيد وړومبے تعليم دے چې بنده هر وخت خپل ربّ طرفته مُتَوَجِّه اوسي، د خپل ربّ سره خپل تعلق مضبوط كړي.
مونږ له پكار دي چې مونږه د ژوند خپل يو يو ساعت په دې تَصَوُّر كښې تير كړو چې زه بنده يم، الله پاك زما ربّ دے، زه هر ساعت د خپل ربّ محتاجه يم او هغه ما ويني.
د الله پاك آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت عبدُ الله بِن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته نصيحت كوي، فرمائي: اِحْفَظِ اللّٰہَ یَحْفَظُکَ ته الله پاك په خپل نظر كښې اوساته، الله پاك به ستا حفاظت اوفرمائي.
اِحْفَظِ اللّٰہَ تَجِدْہُ تُجَاهَکَ ته الله پاك په خپل نظر كښې اوساته، ته به هغه خپلې مخے ته اومومې.[1]
حضرت عَلَّامه مُلَّا علـي قاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاك په شرح