Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen

Book Name:Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen

شوه. يو قول دا دے چې سُورۀ فاتحه دوه ځله نازل شوې ده، يو ځل په مكه مكرمه كښې او يو ځل په مَدِينه مُنَوَّره كښې.[1]

شيطان په چغو چغو اوژړل

     اِمام جلالُ الدِّين سُيُوطِـي شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه روايت ذِكر كړے دے، فرمائي: ابليس (يعني شيطان) څلور ځله په چغو چغو ژړلي دي: (1) يو ځل هغه چې كله پرې لعنت اووئيلے شو (2) دويم ځل چې كله زمكې ته راكوز كړے شو (3) دريم ځل چې كله د الله پاك آخري رسول
صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نَبُوَّت اعلان اوفرمائيلو (4) او څلورم ځل چې كله سُورۀ فاتحه نازله شوه. اِمام مجاهِد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چې كله سُورۀ فاتحه نازله شوه نو ابليس په ډير مشقت كښې پريوتلو او ډير زيات ئې په چغو چغو اوژړل.[2]

سورۀ فاتحه د عرش لاندې د يوې خزانے نه ده

     د مسلمانانو څلورم خليفه اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عَلِـىُّ المُرتَضٰى رَضِیَ اللهُ عَنْهُ نه د سُورۀ فاتحه په باره كښې پوښتنه اوكړے شوه نو اوئې


 

 



[1]... تفسیر صراط الجنان، پارہ:1، سورۂ فاتحہ، جلد:1، صفحہ:37ملتقطاً ۔

[2]...تفسیر در منثور، پارہ:1، سورۂ فاتحہ، جلد:1، صفحہ:17۔