Book Name:Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen
معلومه شوه چې حقيقي ربّ هغه دے كوم چې د تعريفونو مالِك دے، هغه د هر نقص، هر عيب نه پاك دے، خوبيانو والا دے، د ټولو جهانونو پالونكے دے، په كانړي باندې تلونكي وړوكي چينجي ته هم رزق وركوي او د هاتي په شان غټ ځناور ته هم رزق وركوي، هغه رحمٰن هم دے، رحيم هم دے او هغه حقيقي ربّ د جزا د ورځې مالِك هم دے. دا د حقيقي ربّ پيژندګلو ده.
دويم څيز كوم چې د مُراقَبې د پاره ضروري دے، هغه دا چې بنده پخپله خپل ځان پيژني ځكه چې څوك پخپله ځان نه پيژني، هغه په خپل سوچ كښې مشغول اوسي. ځکه بنده چې تر څو پورې خپل ځان اونه پيژني، تر هغه وخته پورې هغه الله پاك طرفته نشي مُتَوَجِّه كيدے.
اوس د بنده پيژندګلو څه ده؟ د بنده د ټولو نه لويه پيژندګلو دا ده چې بنده عاجزه دے، كمزورے، محتاجه دے. مونږه اوږي كيږو، ځکه مونږه د خوراك محتاجه يو، مونږه تږي كيږو، مونږه د كتلو د پاره د سترګو محتاجه يو، د اوريدلو د پاره د غوږونو محتاجه يو، د نيولو د پاره د لاسونو محتاجه يو، د خبرو كولو د پاره د ژبے محتاجه يو، چې سوچ كوو نو د زړه او دماغو