Book Name:Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen
كښې ليكي: يعني د كوم څيز چې الله پاك حكم كړے دے، په هغې باندې عمل اوكړئ، د كوم نه ئې چې منع كړي ئې، د هغې نه ځان بچ اوساتئ نو الله پاك به په دُنيا كښې د مصيبتونو او پريشانو نه او د آخرت د عذاب نه ستاسو حفاظت اوكړي. نور فرمائي: څوك چې د الله پاك شي، الله پاك د هغه شي.[1]
الله پاك دې مونږ ټولو ته د نيكئ هدايت را نصيب كړي، كاش! زمونږه زړه هر وخت الله پاك طرفته مُتَوَجِّه وي، هر وخت د الله پاك په ذِكر سره زړه آباد وي او مونږه دغه شان د خوږ خوږ ذِكر سره ژوند تير كړو. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
د صحيح قرآن لوستلو فضيلت
د حضرت زيد بِن ثابِت رَضِیَ اللهُ عَنْهُ نه روايت دے چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: اِنَّ اللّٰہَ یُحِبُّ اَنْ یُّقْرَءَ الْقُرآنُ کَمَا اُنْزِلَ بے شكه الله پاك خوښوي چې قرآن داسې اولوستے شي څنګه چې نازل شوے دے.[2] په يو بل مقام كښې ارشاد فرمائي: اِقْرَءُواالْقُرْاٰنَ بِلُحُوْنِ الْعَرَبِ قرآن د عربو په لهجه كښې اولولئ.[3]