Book Name:Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen
(6) ظا: د ظُلم وړومبے حرف دے او (7) فا: د فراق وړومبے حرف دے، معنٰى ئې ده: لرې والے.
امام فخر الدين رازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دوزخ اووه دروازې دي او په سورۀ فاتحه کښې په عذاب دلالت کوونکي اووه حرفونه نه دي ذکر شوي، دا دې طرفته اشاره ده چې کوم بنده سورۀ فاتحه اولولي، د زړه نه پرې ايمان اوساتي، د دې حقائق اوپيژني هغه به د دوزخ د اووه دروازو نه محفوظ وي۔[1]
اے عاشِقانِ رسول! د سُورۀ فاتحه خصوصياتو او فضائلو كښې يوه خبره دا هم ده چې سُورۀ فاتحه سورتِ شِفا ده. داسې خو ټول قرآنِ مجيد شِفا ده، ارشاد كيږي:
وَ نُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْاٰنِ مَا هُوَ شِفَآءٌ وَّ رَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِیْنَۙ- (پارہ:15،سورۂ بنی اسرائیل:82)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: او مونږه په قرآن كښې هغه څه نازلوو كوم چې د ايمان والؤ د پاره شِفا او رحمت دے.
البته سُورۀ فاتحه ته خاص طور سورۀ شِفا وئيلے كيږي. د الله پاك آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: هِیَ اُمُّ الْکِتَابِ وَ هِیَ شِفَاءٌ