Book Name:Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen
دعوتِ اسلامي او شعبه روحاني علاج
اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول ديني تحريك دعوتِ اسلامي د څارنې لاندې شعبه روحاني علاج كښې د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اُمَّت د غمخوارئ د پاره ډير اسلامي ورونړه په مختلفو مقاماتو باندې بستے لګوي او هره ورځ په لكونو بيمارانو ته تعويذونه وركوي، استخاره كوي او اوراد او وظائف ورته ښائي. په مدني چينل باندې د روحاني علاج پروګرام هم نشر كيږي. په هغې كښې استخاره هم كيږي او مريضانو، پريشان حالو ته اوراد او وظائف هم ښودلے كيږي.
په سُورۀ فاتحه كښې د هر څيز حل دے
اے عاشِقانِ رسول! په سُورۀ فاتحه كښې يواځې د جسماني بيمارو د پاره علاج نه دے بلکه په دې کښې د هرې مسئلے حل دے. حضرت عطاء رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چاته چې څه حاجت وي، هغه دې د سُورۀ فاتحه تلاوت اوكړي، د دې په بركت به ئې حاجت پوره شي.[1] علمائے كرام فرمائي: 100 ځله د سُورۀ فاتحه لوستلو سره چې كومه دُعا اوكړے شي، قبوله به شي.