Book Name:Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! هم دا مُراقَبَه ده *چې د بنده توجُّه هر وخت خپل ربّ طرفته قائمه وي * که بنده په دُكان كښې وي، بيا ئې هم تَوَجُّه ربّ طرفته وي * که په كور كښې وي، بيا ئې هم تَوَجُّه ربّ طرفته وي، غرض دا چې هر وخت، په هر حال كښې د بنده تَوَجُّه ربّ طرفته وي، دا مراقَبَه ده.
سُورۀ فاتِحه او د مراقبے تعليم
د مراقَبې د پاره د دوو څيزونو ضرورت دے: (1) بنده له خپل ربّ پيژندل (2) بنده له خپل ځان پيژندل.
چاته چې معلومه نه وي چې زما ربّ څوك دے؟ د هغه صِفات څه دي؟د هغه شان څه دے؟ هغه بنده ګمراه كيږي. د يمن يو بادشاه وو، هغه ته الله پاك قُوَّت او طاقت وركړے وو، لويه بادشاهي ئې ورته عطا كړې وه، په هغه باندې د نِعمتونو باران اوشو، د به د خپل فوج سره علاقے فتح كولے، تر دې پورې چې د لرې لرې پورې ئې بادشاهي خوره شوه. يوه ورځ ئې خيال راغے، دا كائنات څنګه چليږي؟ د دې چلوونكے څوك دے؟ ورځ څنګه راځي؟ شپه څنګه كيږي؟ مونږ ته دومره قُوَّت او طاقت د چرته نه ميلاويږي؟