Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen

Book Name:Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen

      علمِ دين خو ئې نه پيژندلو، بس عقل ئې استعمالوو، د ډيرو ورځو سوچ بچار نه پس هغه فيصله اوكړه چې كائنات د لمَر په ذريعه چليږي، د لمَر په ذريعه ورځ شپه بدليږي، د لمَر په ذريعه فصلونه پخيږي؟ د لمَر په ذريعه خوراك ميلاويږي، نو دا لمَر خُدائے دے. اَسْتَغْفِرُ اللّٰہ! اَسْتَغْفِرُ اللّٰہ!

     دې بدبخته خپل عقل استعمال كړو نو شيطان په شرك كښې اخته كړو او د لمَر عبادت ئې شروع كړو.

       اوګورئ! بادشاه ربّ نه پيژندلو، هغه ته د الله پاك د صفاتو علم نه وو، د الله پاك د شان او عظمت نه بےخبره وو، پخپله په سوچ او فِكر كښې پريوتلو او ګمراه شو. معلومه شوه مُراقَبې كولو  د پاره ضروري ده چې د الله پاك پيژندګلو هم وي، د هغه شان او عظمَت هم معلوم وي.

سُورۀ فاتحه او د الله پاك صفات

      الله پاك د سُورۀ فاتحه په شروع كښې خپل صفات بيان كړي دي:  

اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَۙ(۱) الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِۙ(۲) مٰلِكِ یَوْمِ الدِّیْنِؕ(۳)   (پارہ:1،سورۂ فاتحہ:1 تا 3)

[ مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: ټول تعريفونه الله لره دي كوم چې د ټولو جهانونو والؤ پالونكے دے. ډير مهربان رحم والا. د جزا د ورځے بادشاه.