Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen

Book Name:Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen

اونيسو نو تَوَجُّه به مو صرف الله پاك طرفته وي  * كله چې سترګې اوچتې كړو او د دې رنګا رنګ دُنيا نظارې اوكړو نو تَوَجُّه به صرف الله پاك طرفته وي * ځکه بنده هر وخت او هر ساعت الله پاك طرفته تَوَجُّه ساتلو، د الله پاك په يادونو كښې د اوسيدلو محتاج دے او هم دغه هغه كيفيت دے كوم ته چې مراقَبَه وائي.

د صراطِ مُستقيم دُعا

      اوس چې كله بنده الله پاك هم پيژني، خپل ځان هم پيژني، نو عرض كوي:

اِهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِیْمَۙ(۵) صِرَاطَ الَّذِیْنَ اَنْعَمْتَ عَلَیْهِمْ ﴰ غَیْرِ الْمَغْضُوْبِ عَلَیْهِمْ وَ لَا الضَّآلِّیْنَ۠(۷)

  (پارہ:1،سورۂ فاتحه:5 تا 7)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: مونږه په نيغه لاره روان كړې، د هغه خلقو لاره په كومو چې تا اِحسان كړے دے، نه د هغه خلقو [لاره] په كومو چې غضب شوے دے او نه د ګمراهانو .

      يعني اے الله پاكه! ما په صراطِ مستقيم باندې قائم اوساته، چې زما ټول ژوند په صراطِ مستقيم باندې تير شي، شيطان، نفسِ اَمَّاره كله هم ما د صراطِ مستقيم نه بےلارې نكړي او زه هميشه ستا د لوري د اِنعام شوؤ بندګانو په لاره روان شم.