Book Name:Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او د يو څو سُنَّتونو او آدابو بيانولو ثواب حاصلووم. يوه ورځ تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې ځله اِرشاد اوفرمائيلو: ’’زما په نائب دِ د الله پاك رحمت وي، عرض اوكړے شو: حُضُور! ستاسو نائب څوك دے؟ اوئې فرمائيل: زما د سُنَّتو سره محبت كوونکي او نورو ته زده کوونکي. ([1])
سُنّت کے مطابق میں ہر اِک کام کروں کاش! تُو پیکرِ سُنَّت مجھے اللہ بنا دے([2])
اے کاش! زما هر کار شي د سُنَّتو مطابق پيکر کړې د سُنَّتو ما، زما خوږه مَولٰی
د زيارتِ قُبُور په باره کښې سُنَّتونه او آداب
(1) د مسلمانانو د قبرونو زيارت سُنَّت او د اولياءِ كِرامو او شُهَداءِ عِظام رَحِمَهُمُ اللهُ تَعَالٰى مزاراتو ته حاضريدل د سعادت د پاسه سعادت [يعني ډيره زياته نيك بختي] دے او هغوئي ته اِيصالِ ثواب مندوب (يعني خوښ شوے كار) دے. (فَتَاوىٰ رَضَوِيَّه مُخرَّجة، ج٩،ص٥٣٢)
په اديره كښې [قبرونو ته] د سلام كولو طريقه
(1) داسې اودريږئ چې قبلے طرف ته مو شا او قبرونو والؤ طرف ته مو مخ وي، د هغې نه پس په تِرمِذي شريف كښې بيان شوے دا