Book Name:Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen
د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان قِسمَت ته سلامونه!
اے عاشِقانِ رسول! د دې نه د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان د عظمَت اندازه اولګوئ! چې د لمَانځه په حالت كښې حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رااوبلي نو تلل واجب دي، دا د شريعت حكم دے او دا شرعي حكم د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان سره خاص وو، ځكه چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دُنيا نه ظاهري پرده فرمائيلي ده، ځکه اوس څوك په دې حكم باندې عمل نشي كولے.
سُبْـحٰـنَ الـلّٰـه! صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان څه ښكلے قِسمَت موندلے دے....! هغوئي عَلَيْهِمُ الرِّضْوان ته څومره سعادت نصيب شوے وو...! سحر به چې راپاڅيدل نو د آقا كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ديدار به ئې كولو، چې ماښام به شو نو د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نُوراني مخ مبارك ديدار به ئې كولو، عين د لمَانځه په حالت كښې به هم که سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي ياد كړل نو صحابۀ كرام عَلَيْهِمُ الرِّضْوان به لاس په نامه حاضريدل او خدمت به ئې كولو.
اُن صحابہ کی خوش اطوار اداؤں کو سلام جن کا مسلک تھا طوافِ رُخِ زیبا کرنا
افسوس! يو مونږه يو او زمونږه په نصيب كښې دا خوش نصيبي چرته ده..!! خو زمونږ په نصيب كښې د نامرادئ دا ورځے ليكلے شوې وې.