Book Name:Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen
حكيمانو، طبيبانو نه علاج كوو، كه په دې كښې څه د شريعت خلاف خبره نه وي نو دا علاج كول بالكل جائز دي. البته مونږ له د روحاني علاج ذِهن هم جوړول پكار دي.
د الله پاك آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: د مخلوق د حمد نه اوَّل الله پاك پخپله خپل حمد بيان كړو، د دې حمد په ذريعه علاج اوكړئ! صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان عرض اوكړو: يَـا رَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! هغه حمد كوم يو دے؟ اوئې فرمائيل: سُورۀ فاتحه او سُورۀ اِخلاص. بيا ئې اوفرمائيل: فَمَنْ لَمْ یَشْفِہِ الْقُرْآنُ فَلَا شَفَاہُ اللّٰہُ يعني چاته چې د قرآن نه هم شِفا ميلاؤ نشي، الله پاك شِفا نه وركوي.[1]
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اوګورئ! قرآنِ كريم او خاص طور د سُورۀ فاتحه په ذريعه د علاج كولو مُتَعَلِّق څنګه واضحه حديثِ پاك دے. مونږ له ذِهن جوړول پكار دي که *تبه وي* په سر درد وي * په بدن كښې چرته درد وي * شوګر، كوليسټرول [د بدن غوړ والے] * د زړه مرضونه * كينسر، غرض هر قِسمه وړوكې يا لويه بيماري وي، د قرآنِ مجيد په ذريعه علاج اوكړئ! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! الله پاك به كرم اوفرمائي او که الله پاك اوغواړي نو شِفا به مو نصيب شي.