Book Name:Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen
اوكړئ! مونږه په سفر روانيږو. اسونه تيار كړے شو او بادشاه سلامت د خپلو غلامانو سره په سفر روان شو، د غرئىځې علاقے سفر وو، چې لږ لرې لاړل نو مخے ته يو غر ښكاره شو كوم چې د واورې نه ډك وو، بادشاه سلامت د لرې نه دغه غر اوليدلو او سر ئې ټيټ كړو. څنګه چې بادشاه سر ټيټ كړو، هغه غلام كوم چې د بادشاه منظورِ نظر وو، هغه د اس واګې راښكودې (يعني اس له ئې منډه وركړه او مخكښې تير شو). ټول حيران وو چې آخر په ده څه اوشو؟ دا چرته روان دے؟ لږ ساعت پس غلام بيرته راغلو، د هغه په لاس كښې واوره وه. بادشاه ترينه تپوس اوكړو: تا دا واوره ولے راوړه؟ اوئې وئيل: بادشاه سلامت! تاسو د دې واورې غر ته اوكتل، بيا مو سر ټيټ كړو، ماته پته ده چې تاسو بے وجې داسې نه كوئ، زه پوهه شوم چې بادشاه سلامت واوره غواړي.
د دې په اوريدلو بادشاه خپلو غلامانو ته مخاطَب شو اوئې فرمائيل: اوګورئ! تاسو ټول په خپلو خپلو كارونو كښې مصروف اوسئ، ستاسو تَوَجُّه خپل ځان طرفته وي خو دا زما هغه غلام دے چې د ده توَجُّه هر وخت زما طرفته وي، زه څه وينم، څه كووم، زما نظر كوم طرفته اوچتيږي، دا په هغې باندې توجه ساتي، هم دغه وجه ده چې زه د ده سره زيات محبت كووم.[1]