Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen

Book Name:Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen

حده شوقين وو. زما د تيارو نه ډك ژوند كښې د نيكو سحر هغه وخت را اوختلو، كله چې مونږه په خانيوال ښار كښې اوسيدلو، يوه ورځ د دعوتِ اسلامي سره د تړون لرونکي يو اسلامي ورور په انفرادي كوشش سره ماته په مدرسةُ المَدينه بالغان كښې د تجويد او قراءت مطابق د قرآنِ كريم زده كولو ذِهن راكړو كومه چې په جامع مسجد ګلزارِ مدينه لوكو شيډ كښې قائمه وه. د هغه په پوهه كولو ما په مدرسةُ المَدينه بالغان كښې داخله واخستله او په پابندئ سره مې شركت كول شروع كړه. د دې په بركت  ما د لمَانځه، روژو، اوداسه او غسل وغيره مسائل زده كړل او د دعوتِ اسلامي ديني ماحول ته نزدې شوم، په دې دوران كښې د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د رسالو لوستلو سره د آخرت د سوچ ذِهن نصيب شو. كله چې زما مكمل د ديني ماحول سره تعلق جوړ شو نو د كور په خلقو مې اِنفرادي كوشش شروع كړو. د الله پاك په كرم او د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ له خوا د وركړے شوي په كور كښې د ديني ماحول جوړولو په 15 مدني ګلونو باندې د عمل كولو په بركت په هغوئي كښې هم اِنقِلاب راغلو. اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ! د فلمونو ډرامو سلسله هم بنده شوه. ټول د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ په ذريعه سلسلۀ عاليه قادريه رضويه كښې داخل شو او عطاريان جوړ شو.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد