Book Name:Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen
زيارت، جُمُعه، خيالي. (عالمګيرى ج5، ص350) (6) د جُمُعـے په ورځ د سحر د لـمانځه نه پس د قبرونو زيارت كول افضل [يعني غوره] دي. (فَتَاوىٰ رَضَوِيَّه مُخرَّجة، ج9،ص523) (7) د شپې يواځې اديرې ته تلل نه دي پكار (ايضاً) (8) په مُتَبَرَّكو (يعني مباركو) شپو د قبرونو زيارت غوره دے خاص طور شَبِ براءَت. (فَتَاوىٰ عالمګيرى ج5، ص350) هُم دغسې په مُتَبَرَّكو (يعني مباركو) ورځو كښې هُم د قبرونو زيارت غوره دے مَثَلًا د اخترونو (يعني د غټ اختر او واړه اختر) په ورځ، په لسم مُحَرَّمُ الْحَرَام او په عَشَرۀ ذِى الْـحِجَّه كښې (يعني د ذِى الْـحِجَّه په وړومبو لسو ورځو كښې) (ايضاً)
د سُنَّتنو زده كولو د پاره د بهارِ شريعت جلد 3 نه حِصَّه 16 او د شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د 91 صفحو كتاب ”550 سُنَّتيں اور آداب‘‘ واخلئ او اولولئ ئې.
الله پاک دِ مونږ ته د عمل کولو توفيق راکړي. اٰمِین بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد